د خواف ـ هرات رېل پټلۍ چې افغانستان او ايران سره نښلوي، د جوړېدو چارې يې په څلورو برخو وېشل شوې دي، چې درې برخې کار يې بشپړ او د يوې برخې د جوړېدو چارې يې تر کار لاندې دي.

دغه پروژه چې ټاکل شوې ده راتلونکو دوو میاشتو کې بشپړه شي، کابو ۵۸.۵ میلیون ډالره لګښت پرې کيږي، چې د ايران او افغانستان د حکومتونو له لوري ورکول کيږي.

د خواف ـ هرات رېل پټلۍ د هېواد لويديځ کې يوه له مهمو پروژو څخه ده، چې د ايران او افغانستان ترمنځ د سوداګريزو توکو په لېږد رالېږد کې به ډېره اغېزمنه تمامه شي.

د دغې مهمې او حياتي پروژې امنيت د عامه ساتنې ملي تصدۍ د مسلکي او زړورو ساتونکو له لوري په بشپړ ډول ټينګ شوی دی.