د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د کانونو او پطرولیم وزارت له مالي او اداري معینې غزال حبیب‌یار ساپۍ سره په‌خپل کاري دفتر کې ناسته ترسره کړه.

دغه ناسته چې د یادو معینانو سربیره د یادو ارګانونو ځینو مسوولینو برخه اخیستې وه، د جوزجان په یتیم‌طاق کې د دوو ګازلرونکو څاګانو د کیندلو د پروژې، د امنیت د تامینولو په موخه ترسره شوه.

په پیل کې د عامه‌ساتنې او منیتي‌تصدۍ معینت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري ګډونوالو ته د ښه‌راغلاست ویلو ترڅنګ زیاته کړه: د هوکړه‌لیک تر لاسلیک وروسته به د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ځواکونه د نورو پروژو په څیر له یادې‌پروژې څخه په‌کلکه ساتنه وکړي، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ځواکونه په لوړ مورال سره زمونږ له ملي‌ګټو او ملي‌ارزښتونو څخه د هیواد په مختلفو سیمو کې په مسلکي ډول ساتنه کوي.

ورپسې د کانونو او پطرولیم وزارت، مالي او اداري معینه غزال حبیب‌یار ساپۍ د یادې‌پروژې پر ارزښت خبرې وکړې؛ نوموړې یاده پروژه د هیواو او هیوادوالو لپاره ګټوره وبلله، نوموړې زیاته کړه؛ چې د یادې‌پروژې له بشپړیدو وروسته به زمونږ د هیوادوالو په ژوند کې مثبت‌بدلونونه راوړي.

په پای کې دواړو لوریو خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې سره شریکې کړې، په اړوندو چارو کې تر اړینو پریکړو وروسته پاسوال عبدالرزاق امیري د کانونو او پطرولیم وزارت مالي او اداري معینې غزال حبیب‌یار ساپۍ ته د یادې‌پروژې د امنیتي‌خوندیتوب ډاډ ورکړ.