د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د اوبو او انرژۍ وزارت له مالي او اداري معین عبدالبصیر عظیمی سره د کمال‌خان بند د دریم‌فاز د امنیت په اړه په‌خپل کاري‌دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په‌ناسته کې د یادو معینانو سربیره د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د غیر دولتي پروژو د ساتنې مشر پاسوال سیداکبرشاه تابش، د دولتي پروژو د ساتنې مشر مل‌پاسوال جوره‌بیک مرادي، د مقام د دفتر مشر مل‌پاسوال عبدالرزاق سیغاني، د پمتیک‌ساختماني‌شرکت مشر همت بیرول، د سرول ډیزاین شرکت مشر صبری ورول او د آسیابنا ساختماني‌شرکت مشر غلام‌رباني داور برخه اخیستې وه.

په‌پیل کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري خبرې وکړې نوموړي وویل: زمونږ د دواړو موخه یوه ده، دواړه د هیواد پرمختګ او سوکالۍ لپاره هڅه کوو، زمونږ ترمنځ همغږي، کولای شي چې کارونه ګړندی کړي، مونږ هڅه کوو چې تاسو ته یوه ډاډمنه، له ګواښونو او ستونزو څخه پاکه فضا رامنځته کړو؛ تر څو تاسې په ډاډمن ډول خپلې چارې پرمخ یوسئ. نوموړي د کمال‌خان بند پروژه یوه لویه او ګټوره پروژه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د یادې پروژې د امنیت په تامینولو کې به هیڅ‌ډول هڅه ونه‌سپموي.

ورپسې د اوبو او انرژۍ وزارت مالي او اداري معین عبدالبصیر عظیمی د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له رهبرۍ څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې د خپلو امکاناتو او صلاحیتونو په چوکاټ کې یې تل له مونږ سره مرستې کړي او مونږ په ټولو چارو کې سره بشپړ همغږي یو.

په ناسته کې دواړو لوریو خپل نظریات، وړاندیزونه او ستونزې سره شریکې کړي، چې په پایله کې یې اړینې‌پریکړې ونیول شوې.

کمال‌خان بند د نیمروز ولایت د چهاربرجک‌ولسوالۍ شمال لور ته په ۱۸کیلومترۍ کې موقعیت لري، چې د هیواد په کچه یو له لویو بندونو څخه شمیرل کیږي، چې دیادې پروژې د کار له پیل څخه (لومړی او دویم فاز) تردې‌دمه د امنیت د ټینګولو چارې یې له نورو امنیتي ارګانونو سره په همغږۍ د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له خوا پرمخ وړل کیږي.