د کاسا ۱۰۰۰ پروژې د امنیتي قرارداد د څرنګوالي په موخه د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ او د یادې پروژې د استازو ترمنځ ناسته، د یادې تصدۍ د مالي او اداري رئیس احمدشفیق اکبري په مشرۍ ترسره شوه
په‌دغه ناسته کې د کاسا۱۰۰۰ پروژي د قرارداد د مسودې په ترتیت، لوژیستیکي لګښتونو او د امنیتي قرارداد د څرنګوالي په اړه د قراردادي کمپنیو له استازو سره بحث وشو.
په‌ناسته کې پریکړه وشوه، چې د کاسا۱۰۰۰ پروژې د امنیت د تأمینولو چارې دې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ له‌خوا ترسره شي؛ د دغه قرارداد بشپړیدو سره سم به د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ تر اوه‌سوه زیات ځواکونه د دغې لویې پروژې د امنیت د تأمینولو مسوولیت په غاړه واخلي.