سنګ‌محمد له دوو کلونو راهیسې دعامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د غیر دولتي پروژو د ساتنې ریاست اړوند د میوند بانک په محافظتي‌قطعه کې د ساتونکي (ګارد) په‌توګه دنده ترسره کوي، مسلکي زده‌کړې، ښه‌روزنه او لوړ مورال ددې باعث شول، ترڅو د یوې داسې پیښې مخه ونیسي، کوم چې دښمن په ډیرې هوښیارۍ سره غوښتل له یاد بانک څخه یو اندازه پیسې غلا کړي.

د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د غیر دولتي پروژو د ساتنې مشر پاسوال سیداکبرشاه تابش د ستاینلیک په ورکولو سره د نوموړي کړنه وستایه او زیاته یې کړه: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت ځواکونه د مسلکي – نظامي زده‌کړو پر مټ په ډیر لوړ مورال سره د هیواد په ګوټ، ګوټ کې له ملي‌ګټو او ملي‌نوامیسو څخه په کلکه ساتنه کوي، چې سنګ‌محمد یې د بیلګې په توګه یادولای شو.

ښاغلي تابش په‌خپلو خبرو کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت پر ځواکونو غږ وکړ، چې خپل هیواد، ولس او د هیواد نافذه‌قوانینو ته د تل په‌څیر ژمن ووسي، ترڅو دښمن ونه‌شي کړای خپلو شومو موخو ته ورسیږي.

د یادونې وړ ده، چې د میوند بانک د نهمې‌کلیزې په‌ویاړ جوړه شوې غونډه کې د یاد بانک رهبري د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ځواکونو په ځانګړي توګه د ښاغلي سنګ‌محمد د کړنو ستاینه وکړه او د ستاینلیک په ورکولو سره یې له هغه مننه وکړه.