د کورنیو چارو وزارت د عامه­ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د قطارونو د ساتنې او امنیت مشر مل­پاسوال محمدمحفوظ ولیزاده د هرات­ولایت د قطارونو له قطعې څخه د لیدنې په­موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

 ښاغلی ولیزاده هرات­ولایت ته له­رسیدو سره‌سم سمونوال محمدآقا د یاد ولایت د قطارونو د قطعې سرپرست په­توګه معرفي او هغه ته یې په دنده کې د بریاو هیله وکړه، نوموړي په خپلو خبرو کې د یادې قطعې د پخواني قوماندان سمونیار عبدالرزاق صمدي هڅې وستایلې او زیاته يې کړه: سمونیار عبدالرزاق صمدي د خپلې دندې په جریان کې د یادې قطعې د رغونې او په نورو اړوندو برخو کې د پام­وړ کارونه ترسره کړي، مونږ د نوموړي هڅې ستایو، زمونږ ګران­هیواد ډیر کار او زیاتو هلو ځلو ته اړتیا لري، مونږ او تاسې باید خپل مسوولیتونه وپیژنو او په ګډه د خپل­هیواد د پرمختګ لپاره خپلې هڅې لا ګړندۍ او خپل هیواد د سیالانو سره سیال کړو.

ورپسې د هرات د قطارونو د قطعې سرپرست سمونوال محمد آقا خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې خپله دنده به په بشپړ رښتینولۍ او ایماندارۍ سره ترسره کړي، نوموړي وویل: یووالی او ګډ کار مونږ خپلو موخو ته رسولای شي، په هیواد کې د مختلفو قومونو شتون مونږ ته لا ښایست ورکړی، مونږ باید ټولو قومونو ته بشپړ درناوی او هر ډول تعصب ته نه ووایو او د خپل­هیواد د آبادۍ او د هیوادوالو د سوکالۍ لپاره ګډ کار وکړو.

د یادې قطعې د منسوبینو او سرتیرو له معیشتي­وضعیت څخه لیدنه، د ښاغلي ولیزاده د سفر بله برخه وه، نوموړي له­یادې قطعې څخه دلیدنې پرمهال د هغوي د غوښتنو او وړاندیزونو تر اوریدو وروسته هغوي­ته لازمې­سپارښتنې وکړې.

په­پای کې ښاغلي ولیزاده او ورسره پلاوي د قران­عظیم­الشان ختم په هغه پروګرام کې، چې د هرات­ولایت د قطارونو د قطعې د مسولینو او منسوبینو له خوا د یادې­قطعې په مسجد کې اخیستل شوی و ګډون او د خپل هیواد او هیوادوالو د سوکالۍ لپاره دعا وکړه.