د عامه‌ ساتنې او امنیتي‌ تصدۍ لوی‌ریس قیس باوري د یاد ریاست د ښځوشورا له غړو او په ټوله کې د یاد ریاست له ښځینه‌کارکوونکو سره په‌خپل کاري‌دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په‌دغه لیدنه کې د عامه‌ ساتنې او امنیتي‌ تصدۍ لوی‌ رییس قیس باوري د یاد ریاست په اړوندو چارو کې د ښځینه‌ کارکوونکو پر فعالې ونډې‌ اخیستنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: دا چې ښځې د ټول هیواد شاوخوا نیم‌نفوس تشکیلوي، نو اړینه ده چې تاسو هم د خپلو وررڼو ترڅنګ  د هیواد د پرمختګ په برخه کې فعاله‌ ونډه ولري؛ ترڅو یو آباد او سوکاله افغانستان ولرو.

ښاغلي باوري په یاد ریاست کې د ښځینه‌کارکوونکو ټولې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدې او د چارو د لا ښه‌والي په‌پار یې هغو ته لازمې سپارښتنې وکړې.