د نړیوالو پروژو د ساتنې ریاست سرپرست سمونوال محمدامین احمدزی وایي: د ښمنان د کجکي او ګرشک پر محافظتي قطعاتو بریدونه کړي، چې د عامه‌ساتنې زړه‌ورو ځواکونو له‌خوا پر شا تمبول شوي او زموږ ځواکونو ته هیڅ‌ډول تلفات نه‌دي رسیدلي؛ مخالفان د عامه‌ساتنې زړه‌ورو ځواکونو پر وړاندې تر ماتې وروسته له سیمې تښتیدلي.

ښاغلي احمدزي په‌خپلو اړوندو قطعاتو کې د جدي امنیتي پلانونو د نیولو خبر راکوي؛ نوموړی زیاتوي: د عامه‌ساتنې ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د مرستې راټولو په موخه په کابل کمپاونډ کمپنۍ کې د اعانې صندوق پر مټ مرسته راټولوي، چې د مرستې کچه هم زیاته شوې‌ده.