د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ښوونیز او روزنیز مرکز په‌خپله پنځه‌اویایمه ښوونیزه دوره کې یوسل‌اوڅلویښت تنه ځواکونه، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ او مشتریانو ته د غوره چوپړکولو په موخه خپلو اړوندو قطعاتو ته واستول
د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزی د یادې دورې فارغانو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د یاد ښوونیز او روزنیز مرکز له ښوونکو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه: د هرې ورځې په تیریدو سره زمونږ مسوولیتونه لا زیاتیږي؛ نوموړي فارغانو سپارښتنه وکړه، چې د دندې د ترسره کولو پرمهال له هغو نظامي تکتیکونو او زده‌کړو څخه چې په‌دغه ښوونیزه او روزنیزه دوره کې ترلاسه کړي، ګټنه وکړي او خپلې دندې په ریښتینولۍ او ایماندارۍ ترسره کړي.
په پای کې شهاب‌الدین شمس د پنځه‌اویایمې دورې فارغانو په استازیتوب د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ رهبرۍ ته ډاډ ورکړ، چې د خپلو دندو د ترسره کولو پرمهال به له هغو زده‌کړو څخه چې دلته مو ترلاسه کړي په ښه توګه ګټنه کوو.