د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ له لوري په کابل ښار کې د ناقانونه وسلو او یونیفورم د راټولولو په موخه عملیات دوام لري
د غیرمسوولو افرادو او امنیتی خصوصي شرکتونو د بې‌وسلې کولو ترڅنګ د شرکتونو، هوټلونو او پوهنتونونو له غیرمسوولو افرادو څخه د نظامي ‌ډوله یونیفورمونو د راټولولو اړوند د جمهوري ریاست د ۶۲مې ګڼې فرمان د عملي‌‌کولو په موخه، د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ځانګړی عملیات دوام لري، ترڅو د خپل‌سرو اشخاصو مخه ونیسي؛ یاد عملیات به ترهغې دوام ولري، ترکومې چې کابل ښار او نور ولایتونه له‌دغه ډول کسانو څخه په بشپړه توګه پاک او عمومي نظم رامنځته شي.