د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نوری، د کورنیو چارو وزارت د جندر له رئیسې سره لیدنه ترسره کړه په‌دغه لیدنه کې د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ په قطعاتو کې د ښځو د لا جذبولو او هغوئ ته د کار د زمینې د لا برابرولو په موخه بحث وشو؛ ښاغلي نورزي وویل:

اوس‌مهال ډیری ښځینه کارکوونکي د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ په ملکي او نظامي برخو کې په کار بوختې دي او یاد ارګان په‌خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې د لوستو ښځو ګمارنې ته ژمن دی