د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د کارکوونکو له‌خوا د وینې ورکولو کمپاین ترسره شو.
د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ملکي او نظامي کارکوونکو د هم‌پالنې فرهنګ د پیاوړتیا په موخه د امنیتي ځواکونو ټپیانو ته وینه ورکړه؛ د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ لوی‌رئیس قیس باوري دغه کمپاین د دولت مخالفینو ته یو کلک ځواب او خپلو هم‌سنګرانو ته لویه دالۍ وګڼله، نوموړي زیاته کړه: د افغانستان خلک د خپلې وینې تر بریده له خپلو امنیتي ځواکونو سره ولاړ دي.