د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري په‌داسې حال کې، چې د یاد ریاست ځینو رییسانو او مسوولینو یې ملتیا کوله؛ د یاد ریاست د قرارګاه له استحکاماتو او د پرسونل له معیشتي حالت څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي باوري په‌غه لیدنه کې د هغوئ وړاندیزونه او غوښتنې له نږدې څخه واوریدې او ژمنه یې وکړه، چې د چارو د لا ښه‌والي په‌پار به هیڅ ډول تلاښ او هڅه ونه‌سپموي.