د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د بلخ‌ولایت د خلم‌ولسوالۍ له امنیه‌قوماندان څارمن نورمحمد خاکسار سره په‌خپل کاري‌دفتر کې ولید، چې په‌کې د خلم‌ ـ کندز سرک د دریم‌فاز پر امنیتي وضعیت او ځینې نورو ورته مسایلو خبرې وشوې.

په‌پيل کې ښاغلي‌امیري د یادې‌پروژې پر ارزښت خبرې وکړې او زیاته‌یې کړه: دا چې زمونږ هیواد د ودې په حال کې ده، او دا ډول هیوادونه زیاتو هڅو او ډیر کار ته اړتیا لري. هر افغان باید د خپل هیواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د خپل توان په‌اندازه هڅه او په‌دغه بهیر کې نه‌ستړې‌کیدونکي هلې‌ځلې وکړي.

نوموړي د خلم‌ولسوالۍ له امنیه‌قوماندان څخه دیادې پروژې او اړوندو سیمو د امنیت د ټینګښت په‌موخه د عامه‌ساتنې له ځواکونو سره د ښې همغږۍ او مرستې په‌پاره مننه وکړه او په یادو برخو کې د ښاغلي خاکسار هڅې د ستاینلیک په ورکولو سره وستایلې.

ورپسې د خلم‌ولسوالۍ امنیه‌قوماندان د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له سرپرست څخه د مننې ترڅنګ وویل: هیواد او هیوادوالو ته چوپړ کول زمونږ د ټولو اسلامي او انساني وجیبه ده، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د مقام له خوا د ستاینلیک ورکول په حقیقت کې زما پام هغو مسوولیتونو ته راګرځوي، کوم چې د هیواد پر وړاندې يې لرو. نوموړي په خپلو خبرو کې د یادې پروژې او هیواد ته د چوپړ کولو په‌برخه کې د لا همکاریو او زیاتو هڅو ژمنه وکړه.

د خلم ـ کندز سړک چې د المان هیواد په مالي مرسته رغول کیږي، د لومړی او دوهم فاز چارې یې بشپړې شوي، چې اوس‌مهال یې د دریم فاز چارې روانې دي، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په ګډون، ملي‌پولیس، ولسي‌پاڅون او د خلم ولسوالۍ ولسونه له یادې پروژې څخه ساتنه کوي.