د افغان ملي بانک رهبري‌، هیوادوالو ته د ښه‌چوپړ کولو په‌برخه کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري نه‌ستړې‌کیدونکي هلې‌ځلې د یوې غونډې په ترڅ کې وستایلې.

غونډه چې په همدې موخه د افغان ملي بانک په مرکزي‌دفتر کې جوړه شوې وه، په‌کې د یاد بانک د عمومي‌‌رییس او عملیاتي‌رییس سربیره ځینو مسوولینو ګډوون درلود.

په پیل کې د افغان ملي بانک عمومي‌رییس د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري کړنې د ستاینلیک او تندیس په ورکولو وستایلې او په راتلونکي کې ورته د لا بریاوو غوښتنه وکړه.

ورپسې ښاغلي امیري د افغان ملي بانک له رهبرۍ څخه د مننې ترڅنګ وویل: هیواد او هیوادوالو ته چوپړکول زمونږ له لومړیتوبونو څخه دي، مونږ تل هڅه کوو ترڅو یو سوکاله هیواد ولرو او هیوادوال مو هوسا ژوند ولري.