د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د خپلې 50مې دورې د فارغانو د فراغت په‌ویاړ غونډه ترسره کړه، په دغه دوره کې د یاد معینیت 85 تنه سرتیري او ساتونکي د اړینو مسلکي – نظامي زده‌کړو له ترلاسه کولو وروسته فارغ او بیرته خپلو اړوندو قطعاتو ته ور وپیژندل شول.

په‌غونډه کې چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په ښوونیز او روزنیز مرکز کې جوړه شوې وه؛ د یاد معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل پاسوال صوفي محمد شریف مجاهد، د ښوونې او روزنې عمومي مدیر سمونوال محمد نواز صافی، د روزنیز مرکز قوماندان لومړی څارن محمد عابد ملکزاده او د یاد ښوونیز مرکز ځینو مسوولینو ګډوون درلود.

غونډه د قران عظیم الشان په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د عامه ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت د ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان لمړی څارن محمد عابد ملکزاده فارغانو  ته د فراغت مبارکي وویل او ترڅنګ یې له ټولو هغو مسوولینو او استادانو څخه مننه وکړه، کوم چې د یادې دورې د فارغانو په روزلو کې نه ستړي کیدونکې هلې ځلې کړې وې.

وروسته د یاد معینیت د نړیوالو پروژو د ساتنې مشر مل‌پاسوال صوفي محمدشریف مجاهد هم فارغانو ته د مبارکۍ د ویلو ترڅنګ زیاته کړه: “اسلامي او ملي فکر لرل، مونږ ته مورال ورکوي او مونږ پیاوړي کوي، تاسې د ملي او اسلامي ارزښتونو د ساتنې په موخه جنګیږې، حال دا چې ستاسو په مقابل کې د غلامانو غلامان جنګیږي، زه له تاسو څخه غوښتنه کوم، چې تل ملي فکر ولرئ او آزادي غوښتونکي ووسئ.”

د یاد ښوونیز مرکز د امنیتي محافظ قوماندان سمونیار شاه محمد خروټی هم د یادې غونډې له ویناوالو څخه و، نوموړي د هیوادنۍ‌منیې په اړه خبرې وکړې او ډاډ یې ورکړ، چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښې‌رهبرۍ او د یاد معینیت د زړه‌ورو ځواکونو پرمټ دښمن ته دا اجازه نه ورکوو، ترڅو د ښوونې او روزنې بهیر له خنډ سره مخ کړي.

 غونډه فارغانو ته د تصدیق‌پاڼو په ویشلو او د افغانستان خلکو ته د خیر د دعایې په ویلو سره پای‌ته ورسیده.