د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت، د مور له نړیوالې‌ورځې څخه د یوې پرتمینې‌غونډې په ترڅ کې؛ چې په‌کې د یاد معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري سربیره د یاد معینیت د ځینو ریاستونو مشرانو، آمرینو، مدیرانو او ښځینه‌کارکوونکو ګډوون درلود، نمانځنه وکړه.
غونډه د قرآن عظیم‌الشان په تلاوت او د ملي‌سرود تر غږولو وروسته پیل او ورپسې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري وینا وکړه، نوموړي د غونډې ګډوونوالو ته د یادې‌ورځې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه: مور تر ټولو ګل‌ورینه کلمه ده، چې د نړۍ لیکوالانو او روڼ‌اندو په خپلو پنځوونو کې د هغې لوړ مقام ستایلی دی؛ الفاظ او کلمې نه‌شي کولای، چې مور په ریښتنی‌مانا خلکو ته ور وپیژني.
ښاغلي امیري زیاته کړه: د مور د نړیوالې‌ورځې په پلمه باید د میندو د ژوند ټولو اړخونو ته پاملرنه وشي او هغه ستونزو او ننګونو ته د پای ټکی کیښودل شي، کوم چې ددوئ ژوند ګواښي. هغه زیاته کړه: میندې د سالمو اولادونو په روزلو او ټولنې ته د هغوي په وړاندې کولو سره کولای شي، چې په نړۍ کې مثبت‌بدلونونه او پرمختګونه رامنځته کړي، په همدې پار له تاسو څخه مې غوښتنه داده، چې د خپلو اولادونو سالمې‌ورزنې ته پاملرنه وکړئ.
د یاد معینیت د ښځو د شورا رئیسه لومړی‌ساتنمن فاطمه محمدي د غونډې له ویناوالو څخه وه، نوموړې ګډونوالو ته د مور د نړیوالې‌ورځې مبارکي وویله او زیاته یې کړه: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت رهبري د خپلو ښځینه‌کارکونکو د وړتیا لوړونې او د سواد زده‌کړې زمینه برابره کړیده، چې مونږ باید له دغه چانس څخه هر اړخیزه ګټنه وکړو. په پای کې اغلې محمدي خپلې ټولې غوښتنې او وړاندیزونه د یاد معینیت له رهبرۍ سره شیریکه کړه.
ورپسې څو تنو ښځینه‌ګدوونوالو د مور اړوند شعرونه، مقالې او ترانې د غونډې‌ګډونوالو ته واورولې.
غونډه د ستاین‌لیکونو او ډالیو په ویشلو سره پای ته ورسیده.