د مارچ‌اتمه د ښځو د پيوستون نړیواله‌ورځ د نمانځنې په پرتمینه غونډه کې، چې د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له لوري د یاد معینیت د کنفرانسونو په تالار کې جوړه شوې وه؛ په‌کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري، دیاد معینیت د مقام د دفتر رییس مل‌پاسوال عبدالرزاق سیغاني، مالي او اداري رییس مل‌پاسوال ګلبدین همدرد، د دولتي‌پروژو د ساتنې رییس مل‌پاسوال جوره‌بیک مرادي، د قطارونو د ساتنې او امنیت رییس مل‌پاسوال محمد محفوظ ولیزاده، د ښځو د شورا رییسه فاطمه محمدی، د ځینو برخو مسوولینو، منسوبینو او ښځینه‌کارکوونکو ترڅنګ د ښځو چارو وزارت د ولایتونو د همغږۍ رییسه حسینه مخلص برخه اخیستې وه.

غونډه د قران‌عظیم‌الشان په تلاوت سره پیل او د ملي‌سرود تر غږولو وروسته د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري ګډونوالو ته ښه‌راغلاست او ددغې ورځې مبارکي وویل او په نظام او ټولنه کې د ښځو د ونډې په‌اړه هر اړخیزه وینا وکړه، هغه وویل: په ټولنه کې د ښځو شتون ډیره اړینه او ارزښتناکه ده، ځکه چې دوی داسې کسان ټولنې ته وړاندې کوي، کوم چې د هغوي له برکته ټولنه د انساني،ارزښتونو لوړو پوړیو ته رسیږي، په‌دې برخه کې کولای شو، چې د نړۍ لوی او تاریخ‌جوړونکي شخصیتونه د بیلګې په توګه یاد کړو.

همداراز ښاغلي امیري زیاته کړه: په ټولنه کې د ښځو ونډه د نارینه‌و په پرتله زیاته ده، ځکه چې ښځه له هر اړخه؛ هم په‌خپله یوه فعاله او خدمت‌ګاره قشر دی او هم سالم او فعاله اولادونه زیږوي، روزي او د چوپړ په‌موخه یې ټولنې ته وړاندې کوي.

د عامه‌ساتنې او عامه‌ساتنې معینیت سرپرست په‌خپلو خبرو کې وویل: سږ کال په‌داسې حال کې د ښځو د پیوستون له نړیوالې‌ورځې څخه نمانځنه کیږي، چې ښځې د خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه د امنیتي‌ځواکونو په لیکو او نورو برخو کې خپلې‌خاورې ته چوپړ کوي، چې دا په‌خپله د هغوي وړتیا او د هیواد پر وړاندې لوړ احساس په ډاګه کوي، ددغې لړۍ د لا پیاوړتیا لپاره باید هڅې لا ګړندۍ شي، ترڅو په ټولو برخو کې هغه که ښوونیز، تحصیلي او مدیریتي وي او یاهم د امنیتي ځواکونو په ځانګړي‌توګه د ملي‌پولیسو په لیکو کې د پراخ ګډوون ولري؛ له نیکه‌مرغه د کورنیو چارو وزارت رهبري او د عامه‌ساتنې او امنیتي‌‌تصدۍ معینیت په‌دغه برخه کې مخکښ دی، د پام‌وړ کارونه یې ترسره کړي او نور پلانونه تر لاس‌لاندې لري.

ښاغلي‌امیري زیاته‌کړه: دا چې ښځه د ټولنې نیمایي‌قشر تشکیلوي د امنیتي‌ځواکونو په ځانګړي‌توګه د ملي‌پولیسو په لیکو کې؛ چې د قانون تنفیذوونکي دي د ښځو پراخه ونډه زیاته‌اړینه ده او دا کار له مونږ سره مرسته کوي ترڅو د هیواد د اړمنو میرمنو لاس‌نیوی وشي او د هغوي‌حقونه تر پښو لاندې نه‌شي؛ تاسې خویندې باید د نورو ښځو لپاره یو الګو اووسئ، ترڅو زمونږ نورې‌خویندې هم د ملي‌پولیسو له لیکو سره د یوځای‌کیدو لپاره وهڅیږي.

نوموړي د یاد معینیت له موظفو ښځو څخه د نظم او دسپلین د مراعتولو په‌پار د مننې ترڅنګ زیاته کړه: نظم او دسپلین ته ژمنتیا په‌نظام کې یو اصل دی او ترڅنګ یې د اوامرو او سلسله‌مراتبو مراعتول ډیر اړین دي؛ تاسې باید په‌دغه برخه کې هم هڅه وکړئ، ترڅو د نظم په تامینولو کې مخکښه اووسئ.

ورپسې د ښځو چارو وزارت د ولایتونو د همغږۍ‌رییسه حسینه مخلص د ښځو د پیوستون د نړیوالې‌ورځې په‌مناسبت د ښځو چارو د وزیرې پیغام، د غونډې‌ګډوونوالو ته واوروله او په‌دغه اداره کې د ښځو د پراخ‌ګډوون په‌پار د مننې ترڅنګ زیاته کړه: د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ په معینیت کې ډیری‌ښځې د نارینه‌و ترڅنګ کار او هیواد ته چوپړ کوي او یاده اداره هرکال دغه‌ورځ په ښه‌ډول لمانځي، چې دا په‌خپله د ښځو مقام ته د یاد ارګان درناوی په‌ګوته کوي.

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د ښځو د شورا رییسه فاطمه محمدی هم د غونډې له ویناوالو څخه وه، نوموړې په یاد معینیت کې د ښځو د فعالیتونو په اړه ګډوونوالو ته مالومات وړاندې کړ او د ښځو پر وړاندې د نیک‌نیت او ملاتړ په‌پار یې د یاد معینیت له رهبرۍ څخه مننه وکړه.

غونډه د ښځو اړوند شعرونو او مقالو په ویلو او د ډالیو او ستاین‌لیکونو په ویشلو سره پای‌ته ورسیده.