د کورنیو چارو وزرارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس قیس باوري د اوبو او بریښنا وزرارت له مالي او اداري معین الماس زاخیلوال او د اوبو معین انجینیر خان‌محمد تکل سره؛ په هیواد کې د ځینو بندونو د امنیت د لا ښه ټینګښت په‌موخه، په‌خپل کاري دفتر کې لیدنه ترسره کړه.

په‌دغه لیدنه کې د اوبو او بریښنا وزارت معینانو د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهور رییس د هدایت له‌مخې په پکتیا کې د مچلغو، په هلمند کې د کجکي، په فاریاب کې د دهنه‌دره، په نیمروز کې د کمال‌خان او په هرات کې د پاشدان او سلما بندونو د لا خوندي امنیت پر څرنګوالي ټینګار وکړ.

د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌رییس د هیواد د بندونو خوندي امنیت د یادې ادارې له مهمو مسوولیتونو او کاري لومړیتوبونو څخه وګڼله او د یادو لویو ملي پروژو د امنیت په ټینګښت کې د هر اړخیزې همکاري او تلاښ ژمنه وکړه.

د ترسره شوي قرارداد له‌مخې د یادو قطعاتو د محافظتي ځواکونو د کمیت څرنګوالی، د پوستو جوړول او د څښاک اوبو لپاره د څاه‌ګانو کیندل هغه اړتیاوې وې، چې د هوارۍ په‌ اړه یې خبرې اترې وشوې.