د تعیناتو بورډ نوبتي ناسته د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ د عملیاتي مرستیال سمونوال عبیدالله نورزي په مشرۍ ترسره شوه
په‌دغه ناسته کې یو شمیر هغه ساتنمنان او افسران چې غواړي د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ په قطعاتو او جزوتامونو کې دنده ترسره کړي، وارزول شول؛ ښاغلي نورزي وویل: دغه بهیر دوام لري او د ګمارنې په‌دې بهیر کې وړتیا ته لومړیتوب ورکوو.