د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست د دولتي پروژو د ساتنې ریاست سرپرست مل‌پاسوال محمد ایاس اکبري، په‌داسې حال کې چې د بلخ زون د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌مدیر سمونوال وحیدالله احمدي، د استخباراتو لوی‌مدیریت استازی سمونیار نجیب‌الله او د دولتي پروژو د ساتنې ریاست د پیژند مدیر سمونمل ضیاالحق کړوخیل یې ملتیا کوله؛ د بلخ د اوسپنې پټلۍ د محافظتي قطعې له امنیتي او معیشتي وضعې څخه لیدنه وکړه.
د دولتي پروژو د ساتنې ریاست سرپرست د یادې قطعې له قرارګاه او پوستو څخه د لیدنې ترڅنګ د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست پیغام هغوئ ته واوروله او زیاته یې کړه:

د بلخ د اوسپنې پټلۍ پروژه د هیواد له مهمو ملي او اقتصادي پروژو څخه ده، چې تردې دمه تاسې میړني او هیواد ته ژمن بچیان له هغه څخه ساتنه کوئ. ښاغلي اکبري یاد ځواکونه و هڅول ترڅو خپل اړونده چارې لا ښه ترسره کړي؛ هغه وویل:

د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ لوی‌ریاست ستاسو د ملاتړ او تجهیزاتو په برخه کې هیڅ ډول هڅه او هاند نه‌سپموي او تاسو ته سپارښته کوم، ترڅو تاسې د هیواد د ساتونکو په‌توګه د دښمن شوم پلانونه له خاورو سره خاورې کړئ او هغوئ ته د ویجاړونکو فعالیتونو اجازه مه‌ورکوئ.
ورپسې د بلخ د اوسپنې پټلۍ د محافظتي قطعې ارکان رییس سمونیار مسعود مجاهد د یادې قطعې د امنیتي او معیشتي وضعیت په اړه خبرې وکړې او ویې ویل:

د عامه‌ساتنې ځواکونه د دغه مسیر، انجینیرانو، کارکوونکو او صادراتي او وارداتي توکو د لیږد له پروسې څخه ساتنه کوي او د امنیت د ټینګښت په‌پار صادقانه هلې ځلې کوي؛ ښاغلي مجاهد او د یادې قطعې د ځینو برخو آمرینو شته ستونزې له هغوئ سره شریکې کړې او د ستونزو د هوارۍ غوښتنه یې وکړه؛ ښاغلي اکبري ژمنه وکړه، چې یادې ستونزې به د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ له رهبرۍ سره شریکې او هوارۍ په‌پار به یې جدي ګامونه پورته کړي.
د حیرتان د اوسپنې پټلۍ چې د عامه‌ساتنې ځواکونو له لوري یې ساتنه کیږي، د هیواد له مهمو پروژو څخه ده، چې د ورځې په بهیر کې تر سل واګونه زیات وارداتي او صادراتي توکي لکه: اوړه، تعمیراتي توکي، وچ او تازه میوې له ازبکستان هیواد څخه د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوایي ډګر ته لیږدوي.