د بلخ‌ ولایت د ګازو نل لیکه چې د هیواد یو له لویو پروژو څخه شمیرل کیږي، له بشپړ امنیت څخه برخمنه ده د بلخ – جوزجان د ګازو لیږد د پروژې د ساتندوی کنډک قوماندان سمونوال بریالی رفیع‌زاده وایي:

دښمنانو څو ځله په یادې پروژې حملې وکړې اما د عامه‌ساتنې ملي‌تصدۍ ځواکونو له‌خوا له ماتې سره مخ شوې او ویې نه‌شو کړای، چې یادې پروژې ته زیان ورسوي؛ نوموړي د یادې پروژې د لا امنیت د ټنګولو په‌پار د بشپړ امنیتي چمتووالي ډاډ راکوي.