د افغانستان اسلامي جمهوريت د کورنیو چارو وزیر ویس‌احمد برمک په‌مشرۍ د امنیتي‌تصدۍ عالي‌شورا ګډه غونډه؛ چې په‌کې د اوبو او بریښنا وزیر، د مالیې‌، کانونو او پطرولیم، اقتصاد او ټول‌ګټو وزارتونو او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې‌ادارې استازو، د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري او د یاد معینیت د ځینو برخو مسوولینو ګډوون درلود، جوړه شوه.

په‌پیل کې د کورنیو چارو وزیر دې‌ټکي ته په اشارې، چې د کورنیو چارو وزارت د تشکیلاتي‌اصلاحاتو په رامنځته کولو سره د ټولو غیر دولتي او خصوصي‌کمپنیو د لا ډاډمن‌امنیت د ټینګښت په‌پار به جدي‌هڅې وکړي؛ د یادې‌شورا غړو ته ډاډ ورکړ چې ډیر ژر به د شته‌ستونزو د حوارۍ په‌پار د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له‌لارې د تفتیش پروسه پیل کړو.

ښاغلي برمک سپارښتنه وکړه چې: د ټولو دولتي او غیر دولتي پروژو او کمپنیو د لا ډاډمن امنیت په‌موخه دې د عامه ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت یوه‌بیړنۍ‌قطعه جوړه کړي، ترڅو د اړتیا په وخت کې ترې ګټنه وشي.

ورپسې د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري د قطارونو د لیږد ترڅنګ، د ټولو هغو 156ټول‌ګټو دولتي‌، غیر دولتي او نړیوالو پروژو، کمپنیو او شرکتونو په اړه مالومات وړاندې کړ؛ کوم چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له لوري ترې ساتنه کیږي. ښاغلي امیري په‌خپلو خبرو کې د امنیتي‌تصدۍ عالي‌شورا غړو ته ډاډ ورکړ، چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت مسوولین او منسوبین له ټولو اړوندو پروژو څخه په کلکه‌ساتنه کوي او د یاد معینیت اړوند پروژې په بشپړ ډول خوندي دي.

ښاغلي امیري په‌خپلو خبرو کې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت په بیلابیلو برخو کې د اړینو اصلاحاتو او لاسته‌راوړنو په‌اړه د غونډې‌ګډونوالو ته هر اړخیز مالومات وړاندې کړ، هغه زیاته کړه چې، په تیر کال کې د منسوبینو، سربازانو او ساتونکو په معیشتي‌حالت کې ښه‌والی، د زیات‌شمیر سربازانو او ساتونکو مسلکي‌روزنه، په مالي او تامیناتي‌برخو کې اړین‌اصلاحات، د عوایدو زیاتوالی او په راټولولو کې یې روڼوالی او په‌ټوله کې د معیاري‌چوپړتیاوو د وړاندې‌کولو په برخه کې د اړینو اصلاحات رامنځته‌کول، زمونږ له لاسته‌راوړنو څخه دي.

په‌پای کې د امنیتي‌تصدۍ عالي‌شورا غړو پر ځینو اړینو موضوعاتو خبرې وکړې او د یاد معینیت اړوندو پروژو د امنیت د لا ښه‌والي په‌موخه خپل‌نظرونه، وړاندیزونه او غوښتنې سره شریکې کړې.