د کورنیو چارو وزارت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري او د یاد معینیت د ځینو برخو مسوولینو کړنې؛ د افغانستان د ځوانانو ملي متحد بنسټ له‌خوا د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شوې.
غونډه چې په‌همدې مناسبت د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، په‌کې د یاد معینیت سرپرست پاسوال عبدالرزاق امیري، د یاد معینیت د مختلفو ریاستونو د مشرانو او کارکوونکو سربیره د افغانستان د ځوانانو ملي متحد بنسټ لوی‌رییس او د یاد بنسټ د مدیره‌هیئت غړي ګډوون درلود.
د قرآن عظیم‌الشان تر تلاوت او د ملي‌سرود تر غږولو وروسته؛ د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت سرپرست پاسو
ال عبدالرزاق امیري د غونډې ګډوونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه: د ویاړ ځای دی چې د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت له چوپړتیاوو څخه ستاینه کیږي، په حقیقت کې دغه ویاړ د هغو زړه‌ورو افسرانو، سرتیرو او ساتونکو د هڅو پایله ده، کوم چې د هیواد په لرې پرتو سیمو کې دې خاورې ته په بشپړ صداقت چوپړ کوي، دا ستاینه مونږ دې ته هڅوي ترڅو ګران هیواد ته د چوپړ په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړو.
 ورپسې د افغانستان د ځوانانو ملي متحد بنسټ لوی‌رییس جنرال سیدجلال سیدي د یاد بنسټ په اړه ګډوونوالو ته مالومات وړاندې کړ؛ هغه زیاته کړه: یاد بنسټ له شاوخوا 11کلونو راهیسې د هیواد په ځینو ولایاتونو کې فعالیت لري او د نورو چوپړتیاو ترڅنګ ځوانانو ته د زده‌کړې زمینې د برابرولو او د کارموندنې په برخو کې هلې‌ځلې کوي. ښاغلي سیدي د عامه‌ساتنې او امنیتي تصدۍ معینیت له رهبرۍ څخه مننه وکړه، چې په خپلو اړوندو چارو کې یې تل له ځانه وړتیا ښوودلې او د هیواد د پرمحتګ په‌پار نه‌ستړې کیدونکي هلې‌ځلې کړي.
د غونډې په پای کې د افغانستان د ځوانانو ملي متحد بنسټ د رهبرۍ له لوري د عامه‌ساتنې او امنیت
ي‌تصدي سرپرست او ځینو مسوولینو ته مډالونه او ستاین‌لیکونه ورکړل شول؛ له بلې‌خوا د عامه‌ساتنې او امنیتي‌تصدۍ معینیت رهبري، د افغانستان د ځوانانو ملي متحد بنسټ پر ځینو غړو ستاین‌لیکونه وویشل.