په کابل کې د برشنا شرکت او د دغه شرکت اړوندو مرکزي څانګو د امني سروې په مناسبت غونډه تر سره شوه، په دغې غونډه کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ په استازولۍ د پلان او اوپراسیون ریاست امني سروې عمومي مدیر سمونمل محمد معروف “عسکریار” او د برشنا شرکت مالي او اداري رئیس مولوي اسدالله “انعام” او د دواړو لورو یوشمیر منسوبینو ګډون درلود، چې په پایله کې یې د دواړو لورو پر موافقې، پریکړه وشوه چې په نږدې راتلونکي کې امنیتي تړون لاسلیک کړي چې له مخې به یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ مسلکي او روزل شوي ساتونکي د برشنا شرکت او اړوندو مرکزي څانګو امنیت ټینګ کړي.