یادو ساتونکو د عقیدتی، مسلکي، نظري او عملي زده کړو وروسته د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ په استازیتوب د خصوصي سکټور ریاست عملیاتي مرستیال محترم خلیل الرحمن “ناصري” او د یادې تصدۍ د ښوونیز او روزنیز مرکز قوماندان محترم قاری سیف الرحمن “منصور”، ګډون کړی و، د فراغت سندونه ترلاسه کړل. په یاده غونډه کې د خصوصي سکټور ریاست عملیاتي مرستیال محترم خلیل الرحمن “ناصري” د عامه ساتنې ملي تصدۍ د مشرتابه په استازیتوب حاضرینو ته وینا واوروله او ساتونکو ته یې په خطاب کې وویل: ( تاسې هغه څوګ یی او د هغو ادارو امنیت ټینګوی، چې هغه په افغانستان کې امارت اسلامي نظام تعریفوي. تاسې په هېواد کې د مخابراتی شرکتونو امنیت ساتونکي یاست او هر هغه څوګ چې په دې هېواد کې پانګه لري او له هغې څخه مشروع ګټنه کوي او د هېواد اقتصادي ګټې ساتي، تاسې د دغه سکتور ساتونکي یاست ) هغه زیاته کړه، چې د هېواد ملي شتمنۍ د افغانستان د خلکو مشروع ملکیت دی او د دې وطن هر ځوان ته په کار ده، چې د سر په بیه یې ساتنه وکړي. وروسته په نویو فارغ شویو ساتونکو بري لیکونه وویشل شول. په پای کې غونډه د تلپاتي سولې او د وطن مظلوم ملت د سوکالۍ په هیله او دعا سره پای ته ورسیده.