دغه امنیتي تړون چې له مخې به یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ روزل شوي امنیتي ساتونکي د میوند بانک مرکز او اړوندو څانګو امنیت ټینګ کړي، په داسې حال کې چې د امنیتي قراردادونو امر محترم محمد زبیر “شیرزاد” او د میوند بانک سرپرست رئیس محترم احمد منیر “نوید” تر منځ لاسلیک شو چې د دواړو لورو یو شمېر منسوبینو هم ګډون درلود.
د یاد امنیتي تړون په لاسلیک د میوند بانک سرپرست خوښي څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې وروسته تر دې به د ډاډمن امنیت په فضا کې خپلو بانکي چوپړتیاوو ته دوام ورکړي.