د عامه ساتنې ملي تصدۍ د بشري سرچینو امریت په نوښت او د محترم مقام په لارښوونه د یادې تصدۍ په تالار کې د اداري چارو سمون په موخه د ملکي کارکوونکو د مسلکي ظرفیت لوړونې ۱۰ ورځنی سمینار دایر شو. د دغه سمینار یو تن ترینر ښاغلي عبدالله “بریالي” وویل: په اداري چارو کې د ځنډ او خنډ مخنیوی، د ملکي کارکوونکو مسلکی مهارت او ظرفیت لوړونه زموږ لوړ هدف دی، چې د بشري سرچینو محترم امریت به خپلو کوښښونو ته دوام ورکړي.