د عامه ساتنې ملي تصدۍ او د افغانستان اسلامي بانک تر منځ امنیتي تړون د عامه ساتنې ملي تصدۍ د قراردادونو امر محترم محمد زبیر “شیرزاد” او د دغه بانک اجرایوي مرستیال محترم جاوید احمد “ظاهري” ترمنځ لاسلیک شو، چې له مخې به یې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د افغانستان اسلامي بانک مرکزي او ولایتي څانګو ته مسلکي او روزل شوی امنیتي پرسونل استخدام کړي.
ټاکل شوې چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ به په نږدې راتلونکي کې د یاد بانک ترڅنګ د یوشمېر نورو بانکونو امنیتي چارو مسوولیت هم پرغاړه واخلي.