د عامه ساتنې ملي تصدۍ او افغانستان بانک تر منځ د امنیتي تړون په موخه دوه اړخیزه غونډه وشوه، په دغې غونډه کې د افغانستان بانک په استازولۍ د یاد بانک لومړي مرستیال مولوي نوراحمد آغا او د عامه ساتنې ملي تصدۍ په استازولۍ د دغې تصدۍ عملیاتي مرستیال محترم مولوي عنایت الله “رشید” او نورو منسوبینو د ګډون په ترڅ کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د قراردادونو آمر محترم محمد زبیر “شیرزاد” او د افغانستان بانک لومړي مرستیال محترم مولوي نور احمد آغا ترمنځ امنیتي تړون لاسلیک شو. ټاکل شوې چې د دغه امنیتي تړون په پایله کې به د عامه ساتنې ملي تصدي د افغانستان بانک مرکز، اړوندو ښاري او ولایتي څانګو د امنیت ساتنې په برخه کې د روزل شوي او مسلکي پرسونل پر مټ امنیت ټینګ کړي. د دغه امنیتي تړون د لاسلیک پر مهال د دواړو لوریو ترمنځ د نظریاتو پرتبادلې سربیره په ډاډمن مسلکي امنیت اود ګټورو امنیتي خدمتونو پر محتوا بحث وشو او غونډه د خیر په دعا پای ته ورسېده.