شنبه ۴_ چنګاښ _ ۱۴۰۱
د عامه ساتنې ملي تصدۍ د رهبرۍ غونډه د دغې تصدۍ د عملیاتي مرستیال محترم مولوي عنایت الله “رشید” په مشرۍ ترسره شوه. په پیل کې د تصدۍ اړوند رئیسانو، امرانو او عمومي مدیرانو خپل اونیز راپورونه وړاندې کړل، لاسته راوړنې او ستوونزې یې شریکې کړې.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله “رشید” په خپلو خبرو کې وویل: چې په ورځنیو چارو کې وضاحت لومړنی شرط دی ترڅو کارونه په ښه توګه پر مخ ولاړ شي او ورسره سم یې د غونډې په پای کې د اداري چارو د سمون او شفافیت رامنځته کولو په موخه مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.