د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس الحاج مولوي سعیدالله “حماس” او د افغانستان بانک د دفتر رئیس مولوي صدیق الله “خالد” ترمنځ د افغانستان بانک د امنیت ټينګښت او امنیتي تړون په اړه خبرې وشوې.
ښاغلي خالد وویل، مونږ غواړو چې د افغانستان بانک امنیت ساتلو مسؤلیت د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته وسپارل شي تر څو زمونږ امنیتی خوندیتوب د یو چتر او مسلکی ساتونکو په لاس کې وي.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس د هر راز همکارۍ او د ډاډمن امنیت په اړه د تصدۍ له خوا ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه چې عملاً ساتونکې د دې تصدۍ په تربیوي مرکز کې د مسلکي روزني په درشل کې او خدمت ته چمتو دي.
دواړو لورو د تړون په هکله هوکړې ته ورسیدل چې په نژدې راتلونکي کې به امنیتي تړون لاسلیک کړي.