په چارو کې هیڅ ډول خنډ او ځنډ د منلو نه دی.
۲۱ـ جوزا ـ ۱۴۰۱
د عامه ساتنې ملي تصدۍ عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله “رشید” په مشرۍ د تصدۍ د رهبري غونډه ترسره شوه، چې په یو لړ موضوعاتو خبرې او بحثونه وشول.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله رشید د رئیسانو او آمرینو راپورونه، غوښتنې او وړاندیزونه واوریدل.
نوموړي په خپلو خبرو کې د چارو په چټکتیا ټينګار وکړ او ویې ویل، چې د ورځنیو کارونو او د مراجعینو د کارونو پر وړاندې بیروکراسي، خنډ او ځنډ ورته په هیڅ ډول د منلو نه دی.
ښاغلي رشید دغه راز وویل، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ولایتي قطعاتو او مفرزو ستوونز او غوښتنو ته دې ژر رسیدنه وشي.