۱۴۰۱/۱/۴
د ۱۴۰۱ لمریز کال د نیکمرغه پسرلي په را رسیدو سره د زرغون چاپیریال د رامنځته کولو په موخه نن د عامه ساتنې ملي تصدۍ په انګړ کې د نویو نیالګیو کېنولو چاره تر سره شوه.
د نیالګیو کېنولو په دغو مراسمو کې د تصدۍ عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله “رشید” د دفتر رئیس الحاج ننگیالي “غرني” او یو شمېر نورو کار کوونکو ګډون کړی وو، چې په پایله کې یې بیلا بېل ډوله نوي نیالګي کېنول شول او مسؤلینو ته یې د لا ښې ساتنې او حفاظت سپارښتنې وشوې.