۱۴۰۱/۱/۱
د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت د محترم مقام په لزوم دید مولوي محمد رفیق “مخلص” د عامه ساتنې ملي تصدۍ د تامیناتو د رئیس په توګه پر دنده وګمارل شو، د معرفۍ په دې مراسمو کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس الحاج مولوي سعیدالله “حماس” عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله “رشید” او یو شمېر نورو اړوند رئیسانو، عمومي مدیرانو او امرانو ګډون کړی وو. په یادو مراسمو کې د تصدۍ عملیاتي مرستیال د تامیناتو نوي رئیس ته مبارکۍ او د پخواني سرپرست رئیس د کړنو او خدمتونو د ستایلو تر څنګ زیاته کړه تغیر او تبدیل په دولتي اداراتو کې یو مهم اصل دی، پر همدې بنسټ موږ ټول باید د خپلو مشرانو اوامرو ته په درناوی او اطاعت د خپلو هیواد والو خدمت وکړو.