۱۴۰۰/۱۲/۲۴
د ا.ا.ا د کورنیو چارو وزارت د محترم مقام په لزوم دید مولوي عبدالرحمن “شیخ زاده” د عامه ساتنې ملي تصدۍ د مالي چارو د رئیس په توګه پر دنده وګمارل شو، د معرفۍ په دې مراسمو کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس الحاج مولوي سعیدالله “حماس” عملیاتي مرستیال مولوي عنایت الله “رشید” او د دفتر سرپرست رئیس ننګیالي خان “غرني” او یو شمېر نورو منسوبینو ګډون کړی وو. په یادو مراسمو کې د تصدۍ عملیاتي مرستیال وویل: تغیر او تبدیل په دولتي اداراتو کې یو مهم اصل دی، خو د اسلامي امارت له لوري دا اصل چې په اداراتو کې شفافیت او روڼتیا رامنځته او چارې یې لا ښې سمبالې شي ډیر ترسترګو کیږي.
نوموړي مولوي شیخ زاده صاحب ته د نوې دندې د مبارکۍ ویلو ترڅنګ زیاته کړه : مولوي عبدالرحمن “شیخ زاده” او د ده شخصیت او پاک نفسي مشرانو ته ثابته او د منلو وړ ده او موږ ټول به د چارو د لا ښه سمون په موخه نوموړي سره په ګډه کار وکړو، په دې مراسمو کې مولوي شیخ زاده صاحب په خپلو خبرو کې وویل: موږ به خپل هېواد په خپلو مټو آباد کړو او دا د لوی خدای ج لوی احسان دی چې افغان ولس له کفري زبرځواک او د هغوی له ښکیلاک آزاد شو او زیاته یې کړه چې موږ به ملت ته د خدمت کولو یو داسې بې مثاله رول ادا کړو چې د راتلونکو نسلونو لپاره معیار او بنسټ وګرځي. نوموړي ژمنه وکړه چې موږ ټول یو متحد ملت او قوم یوو اوترڅنګ یې له اړوندو ټولو منسوبینو غوښتنه وکړه چې په ادارو کې له هر ډول تعصبونو ډډه وکړي.