یادو ساتونکو د مسلکي، نظري او عملي زده کړو وروسته د یوې شاندارې غونډې په ترڅ کې، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ رهبري سربېره د یادې تصدۍ د یو شمېر برخو مسؤلینو،د قطعاتو او مفرزو قوماندانو پکې ګډون کړی و، د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
په یاده غونډه کې د دفتر رئیس ښاغلي سمونوال محمد قیس څرګند د عامه ساتنې ملي تصدۍ د مشرتابه په استازیتوب حاضرینو ته وینا واوروله او ساتونکو ته یې په خطاب کې وویل:
((تاسې هغه څوګ یی او د هغو ادارو امنیت ټینګوی،چې هغه په افغانستان کې جمهوري اسلامي نظام تعریفوي. تاسې په هېواد کې د سوداګرۍ امنیت ساتونکي یاست او هر هغه څوګ چې په دې هېواد کې پانګه لري او له هغې څخه مشروع ګټنه کوي او د هېواد اقتصادي ګټې ساتي، تاسې د دغه سکتور ساتونکي یاست.))
هغه زیاته کړه،پچې د هېواد ملي شتمنۍ د افغانستان د خلکو مشروع ملکیت دی او د دې وطن هر ځوان ته په کار ده، چې د سر په بیه یې ساتنه وکړي.
وروسته په نویو فارغ شویو ساتونکو بري لیکونه وویشل شول.
په پای کې غونډه د تلپاتي سولې او د وطن مظلوم ملت د سوکالۍ په هیله او دعا سره پای ته ورسیده.