د ګازو دغه نل لیکه چې ۱۱۰ کیلو متره اوږدوالی لري، د بلخ ولایت په چمتال ولسوالۍ کې موقعیت لري او د هېواد له مهمو پروژو څخه شمېرل کیږي.

ګاز د هېواد د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ګټوره سرچینه ده، په همدې پار د یادې حیاتي پروژې د امنیت د ټینګښت چارې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ته سپارل شوې دي.

د عامه ساتنې مسلکي ساتونکي کولی شي له یادې پروژې څخه په ښه توګه ساتنه وکړي.