افغانستان ډېره برخه برېښنا له ګاونډيو هېوادونو، تاجکستان او ازبکستان څخه وارده کړې ده، چې پلازمېنه کابل او یو شمېر ولایتونه یې روښانه کړي دي.

د واردې شوې برېښنا ترڅنګ حرارتي برېښنا هم تولیدیږي.دا په کابل کې د برېښنا یو لوی سب سټېشن دی، چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکو یې امنیت نیولی دی او د برېښنا پرې کېدو او په چارو کې یې د خنډ او ځنډ څخه مخنیوی شوی دی.د عامه ساتنې ساتونکو د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هم د برېښنا سب سټېشنونو امنیت نيولی دی.