د عامه ساتنې ملي تصدۍ د دولتي پروژو د ساتنې ریاست د قطعاتو او مفرزو چارې په نورمال ډول روانې دي.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ د دولتي پروژو د ساتنې ریاست چې يو له مهمو ریاستونو څخه شمېرل کیږي، توانېدلی چې د بېلا بېلو پروژو، تاسیساتو، معدنونو او زېرمو څخه په ښه توګه ساتنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د ۳۵ لویو او وړو پروژو امنیت د یاد ریاست د پرسونل له لوري تامينيږي