د عامه ساتنې ملي تصدۍ رهبري هيئت او سوداګرۍ خونې تر منځ ناسته وشوه.
یاده ناسته چې انټرکانتينېنتل هوټل کې د خصوصي سکتور غړو د امنیت د ټینګښت په موخه ترسره شوه، په کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس ښاغلي جنرال خوشال سعادت، د کابل والي ښاغلي محمد يعقوب حيدري، د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عامل هيئت رييس ښاغلي سيد هاشم زماني، د خصوصي سکتور د بېلابېلو صنفونو د اتحاديو مشرانو، ملي سوداګرو او پانګوالو ګډون درلود.
په پیل کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی رئیس ښاغلي جنرال خوشال سعادت د غونډې ګډونوالو ته وينا وکړه، ښاغلي سعادت افغان پانګه والو او د خصوصي سکتور د بېلابېلو بنسټونو مالکانو ته خپله برخه کې د پوره همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړ او تر څنګ يې ځينو اړخونو کې د اصلاحاتو او پرمختګونو په اړه هم مالومات ورکړل.
ښاغلي سعادت وويل چې د عامه ساتنې ملي تصدۍ ساتونکي به لا هم ښه وروزي، مسلکي او مجهز به يې کړي او د خصوصي سکتور د غوره ساتنې تر څنګ به يې خلکو سره چلند کې هم واضح او مثبت تغير راشي.

د خصوصي سکتور غړو د جنرال صيب خوشال سعادت له وروستيو کړنو څخه هرکلی وکړ او تر څنګ يې پر دا ډول ناستو د دوام ټينګار هم وکړ.

له ډلې يې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د عامل هیئت رئیس سیدهاشم زماني د ناستې په تړاو د خبرو تر څنګ، د نوي رهبرۍ له راتګ سره د مثبتو بدلونونو یادونه او مننه وکړه.
د کابل والي ښاغلي محمد يعقوب حيدري هم د غونډې اړوند خبرې وکړې او د عامه ساتنې ملي تصدۍ برنامې يې وستايلې.

ورپسې د عامه ساتنې ملي تصدۍ يو تن کارمند له لوري د يادو مسايلو په اړه پرېزېنټېشن وړاندې شو او په تفصيل سره يې د عامه ساتنې ملي تصدۍ دخدماتو د نوعيت او څرنګوالي په اړه مالومات ارايه کړل.
د غونډې د پای برخه ازادو پوښتنو او ځوابونو ته ځانګړې شوې وه چې د ګډونوالو ټولو پوښتنو ته مفصل او قناعت ورکوونکي ځوابونه ورکړل شول.

د عامه ساتنې ملي تصدي په هېواد کې د ملي پروژو، سوداګريزو مرکزونو، ښوونيزو بنسټونو، د اوبو بندونو، د اکمالاتي کتارونو او نورو عامه شتمنيو د ساتنې مسؤليت لري.