د کمال خان بند د ساختماني چارو امنيت ساتنه
د عامه ساتنې ملي تصدۍ سرتېري له ملي او عامه شتمنیو څخه په ښه توګه ساتنه کوي.
په نیمروز ولایت کې د کمال خان آبګردان بند د هېواد يو له بنسټيزو او لويو پروژو څخه بلل کيږي، چې اوس يې د جوړېدو چارې روانې دي.
دغه بنسټيزه پروژه چې له امنيتي تهديدونو سره مخ وه، د عامه ساتنې سرتېرو له لوري يې اوس کلک امنيت نيول شوى دی او په خوندي ډول يې په دغه پروژه باندې کار کولو ته زمينه برابره کړې ده.
د عامه ساتنې ساتندويان چا ته اجازه نه ورکوي، چې د دغې بنسټيزې پروژې امنيت خراب کړي او د تطبيق پر وړاندې يې خنډ او ځنډ رامنځته کړي.