سمونوال محمدقیس څرګند د عامه ساتنې ملي تصدۍ د قرارګاه له منسوبینو سره ولیدل
د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ د دفتر ریاست سرپرست سمونوال محمدقیس څرګند د یادې تصدۍ د قرارګاه له منسوبینو سره د لانظم د رامنځته‌کولو په موخه لیدنه وکړه.
ښاغلي څرګند په‌خپلو خبرو کې د منسوبینو پام خپلو دندو او مسؤلیتونو ته راوګرځوه او ویې ویل: د عامه ساتنې ملي تصدي په هیواد کې د امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو یواځینی باوري ارګان دی؛ د یاد ارګان باور ستاسو له ژمنتیا، اخلاق، مسلکي‌والی، له مشتریانو او خلکو سره نیک او مسلکي چلند، نظم او ډسپلین سره نیغه اړیکه لري؛ په‌کار ده چې په خپلو اړوندو چارو کې خپل مسؤلیتونه وپیژنئ او دې برخې ته ځانګړې پاملرنه وکړئ.
ښاغلي څرګند د یاد قرارګاه د منسوبینو د غوښتنو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته هغوئ ته سپارښتنه وکړه، چې د دندې پرمهال باید ټول نظامي – مسلکي اصول او ټولنیز اخلاق په پام کې ونیسي.