د افغانستان اسلامي جمهوریت د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌رئیس مل‌پاسوال خوشحال سعادت په سپارښتنه، د یادې تصدۍ د دفتر ریاست سرپرست سمونوال محمدقیس څرګند د تأمیناتو ریاست د بیلابیلو برخو له مسؤلینو سره ناسته وکړه
ښاغلي څرګند په‌خپله وینا کې په نظم، ډسپلین، په کارونو کې روڼتیا او له فساد سره پر مبارزې ټینګار وکړ؛ نوموړي وویل: په تأمیناتي برخه کې اړین اصلاحات او په کارونو کې روڼتیا رامنځته‌کول زمونږ مسوولیت دی او په‌دې برخه کې له لوژستیکي او نورماتیفي اسنادو څخه دقیقه ګټنه کولای شي له مونږ سره ډیره مرسته وکړي؛ هغه زیاته کړه: مونږ ټول باید په‌دې برخه کې خپل مسوولیتونه په ښه توګه ترسره کړو، ترڅو په‌خپلو اړوندو چارو کې مخکښ او خپل مؤثریت ثابت کړو.
په پای کې ښاغلي څرګند د مسؤلینو غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې واوریدې او د چارو د لا ښه‌والي او د ستونزو د حل په‌پار یې اړینې سپارښتنې وکړې.