د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست د ښځو د خوندیتوب څخه د ملاتړ په موخه غونډه وکړه
یاده غونډه چې د افغانستان اسلامي جمهوریت دکورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی ‌ریاست د مشرتابه د لارښوونې پر بنسټ د ښځو د خوندیتوب څخه د ملاتړ تر نامه لاندې جوړه شوې وه، په‌کې د یادې تصدۍ د دفتر ریاست سرپرست سمونوال محمدقیس څرګند او د ځینو ملکي او نظامي برخو د مسؤولینو سربیره یو شمیر ښځینه کارکوونکو ګډوون درلود.
د قران عظیم‌الشان تر تلاوت وروسته سمونوال محمدقیس څرګند د مور د ورځې په باب د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌رئیس مل‌پاسوال خوشحال سعادت پیغام ګډوونوالو ته واوروله او ترڅنګ یې په ټولنه کې د ښځو د خوندیتوب او د مور لوړ مقام د درنښت اړوند هر اړخیزه وینا وکړه، نوموړي وویل: د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست مشرتابه د ښځینه کارکوونکو خوندیتوب ته ژمن دی او په‌همدې موخه مو د جندر لوی‌مدیریت په تشکیل کې “د ښځو د خوندیتوب څخه د ملاتړ مدیریت” تر نامه لاندې نوی بست رامنځته کړ؛ ښاغلي څرګند ډاډ راکړ، چې د ښځو د خوندیتوب په برخه کې د کورنیو چارو وزارت کړنلاره او ستراتیژي په دقیقه توګه څارل کیږي، ترڅو ښځینه‌کارکوونکي په ټولنه او په ځانګړي توګه په‌خپل کاري چاپیریال کې له هر پلوه خوندي وي.
ورپسې د یادې تصدۍ د جندر لوی‌مدیره مریم سادات د عامه ساتنې ملي تصدۍ له رهبرۍ څخه ددغې بې‌څاري اقدام په‌پار د مننې ترڅنګ، د ښځو په ځانګړي توګه د مور لوړ مقام اړوند خبرې وکړې.
په پای کې د مور د پرتمینې ورځې د درنښت په موخه د هغو میندو او کورنیو په درناوي، چې خپل اولادونه یې په ویاړ او میړانې سره خپلو مقدسو دندو ته هڅولې وې، د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست مشرتابه له‌خوا ترتیب شوي مننلیکونه د قرنطین د شرایطو په پام کې نیولو سره د هغوئ استازو ته وسپارل شوې.