د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال محمد ایوب وردک، د یادې تصدۍ د قطعاتو او جزوتامونو د امنیتي وضعې د څیړلو په موخه جوزجان ولایت ته سفر وکړ
د کورنیو چارو وزارت د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌رئیس مل‌پاسوال خوشحال سعادت د سپارښټنې پر بنسټ، ښاغلی وردک د یادو قطعاتو او جزوتامونو د امنیتي وضعې د څیړلو سربیره، په جوزجان ولایت کې د افغان‌ګاز تصدۍ له رئیس سره د ستونزو د حل او لاهمغږۍ په موخه لیدنه وکړه.
همداراز نوموړي د خپل سفر په بهیر کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست له هغو ځواکونو سره، چې د خواجه‌ګوګردک څاه‌ګانو د امنیت د ټنګښت مسوولیت لري، له نږدې لیدنه وکړه او هغوئ ته یې سپارښتنه وکړه، چې د ټول‌ګټو پروژو ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي او د هیواد دښمنانو ته اجازه ورنه‌کړي چې خپلو موخو ته ورسیږي.