د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست د دفتر ریاست سرپرست سمونوال محمدقیس څرګند د یاد ریاست د بیلابیلو برخو له مسوولینو سره غونډه وکړه
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست د دفتر ریاست سرپرست سمونوال محمدقیس څرګند د یوې اونۍ په بهیر کې د بیلابیلو غونډو په ترڅ کې چې د یاد ریاست د کنفرانسونو په تالار کې جوړې شوې وې، د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی‌ریاست د ملکي او نظامي برخو له مسوولینو سره د یاد ریاست د رهبرۍ د نوي لیدلوري او د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي اړوند مالومات ورکولو په موخه غونډه وکړه.
په پیل کې د عامه ساتنې ملي تصدۍ د دفتر ریاست سرپرست په اداره کې د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي او دیادې ناروغۍ پر وړاندې مبارزې اړوند هر اړخیز او اړین مالومات او ګټورې مشورې د غونډې له ګډونوالو سره شریکې کړې؛ ښاغلي څرګند وویل: بنسټیز اصلاحات، په چارو کې روڼتیا او چټکتیا او د فساد سره مبارزه د یاد ریاست د رهبرۍ له لومړیتوبونو څخه دي؛ ښاغلي څرګند د یاد ریاست د بیلابیلو برخو د مسوولینو غوښتنې او وړاندیزونه وارویدل او هغوئ ته یې سپارښتنه وکړه، چې د روڼتیا، چټکتیا او د فساد سره د مبارزې په برخو کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی ریاست په هیواد کې د امنیتي چوپړتیاوو د وړاندې کولو یواځینی باوري ارګان دی، چې له یوې خوا د ښاري نظم او په هیواد کې د امنیت د ټینګښت او له بلې‌خوا د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د عوایدو د لوړوالي په برخه کې ګټور رول لوبوي.