د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال محمدایوب وردک، د اکمالاتي قطارونو د لیږد د امنیتي څرنګوالي د کنترول په موخه له هرات – فراه لویې لارې څخه لیدنه وکړه
د عامه ساتنې ملي تصدۍ لوی ریاست د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست سرپرست سمونوال محمدایوب وردک د سوداګرو د مالونو او د بهرنیو ځواکونو د اکمالاتي قطارنو د لیږد د امنیتي څرنګوالي د کنترول په موخه له هرات – فراه لویې لارې څخه لیدنه وکړه.
د هرات ولایت د قطارونو د قطعې قوماندان سمونیار محمداشرف سیلاب د اکمالاتي قطارونو د خوندي لیږد، ښه امنیت او په یاده قطعه کې د ځواکونو د لوړ مورال او په ښه توګه د چارو د ترسره کولو ډاډ راکړ.
ښاغلي وردک د قطارونو لیږدول د یاد ریاست له بنسټیزو برخو څخه وګڼله او په لاخوندي توګه د قطارونو پر لیږدولو یې ټینګار وکړ.