د قطارونو د ساتنې او امنیت ریاست د عامهساتنې او امنیتيتصدۍ معینیت یو له مهمو ریاستونو څخه شمیرل کیږي، چې خپلې چارې د عملیاتي لویریاست په چوکاټ کې ترسره کوي.
یاد ریاست اړ دی؛ ترڅو په زونونو کې د عامهساتنې له مدیریتونو سره په همغږۍ، د ملي او نړیوالو کمپنیو سره د امنیتي قراردادونو په رڼا کې او د غوڅملاتړ د ځواکونو اکمالاتي طرزالعمل سرهسم، قطارونه د هیواد مختلفو سیمو ته په ښه توګه ولیږدوي.